فلسطیني چارواکي وايي د مارچ پر ۲۳مه، په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییلو په بمبارۍ کې د حماس د يو سیاسي مشر په ګډون ۵ کسان ووژل شول.
امريکا او اروپايي ټولنې حماس يوه ترهګره ډله اعلان کړې ده. اسراييلو ويلي چې په برید کې یې د وسله والې ډلې يو مهم کس په نښه کړی دی. حماس د وژل شوي کس د شناخت په اړه ويلي چې هغه اسماعيل برهوم نومېده چې د دوی د سیاسي دفتر یو غړی وو.
د غزې د روغتیا وزارت رسنيوو ته په ليږلي بیان کې ويلي چې برید د خان یونس په ناصر روغتون کې د جراحۍ پر څانګه شوی دی. د رسنيوو ترمخه، برهوم هلته تر درملنې لاندې وو.
د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې برید یې د پراخو استخباراتو پر اساس وکړ او په سیمه کې د زیان کمولو لپاره یې دقیق مهمات وکارول. د هغه هېواد د دفاع وزیر، اسرايیل کاټز، تایید کړه چې هدف يې برهوم وو.