د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که حماس اسراییلي بندیان خوشې نه کړي "لوی قیمت به ادا کړي"


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وینا کوي - د فبرورۍ څلورمې انځور
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وینا کوي - د فبرورۍ څلورمې انځور

د امریکا ولسمشر حماس ډلې ته خبرداری ورکړی دی چې ژر تر ژره دې ټول یرغمل کړي کسان خوشې کړي که نه نو "لوی قیمت به یې ادا کړي."

امریکا او اروپايي ټولنې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د مارچ پر پینځمه تر هغې وروسته وکړې چې سپینې ماڼۍ د ایران له ملاتړ لرونکې حماس ډلې سره پټې خبرې تایید کړې.

ټرمپ پر ټولنیزه شبکه ټروت سوشل په بیان کې غوښتنه کړې ده چې حماس دې ټول یرغمل کړي کسان "بې له ځنډه خوشې" کړي او د وژل شوو کسانو جسدونه دې هم اسراییلو ته وسپاري که نه د هغې ډلې لپاره به وخت تېر وي.

نوموړي د بیان په یوه برخه کې ویلي: "زه اسراییلو ته د حماس د ختمولو لپاره هر څه ورکولو ته تیار یم او که زما خبره و نه منل شوه نو د حماس یو غړی به هم محفوظ نه وي."

ډانلډ ټرمپ د غزې خلکو ته په اشاره وویل چې یو ښایسته راتلونکې یې په انتظار ده خو که حماس یرغمل کړي کسان خوشې نه کړي نو دا کار نه شي کېدای.

حماس لا د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ولسمشر ټرمپ تر اوسه دا نه دي ویلي چې د یرغمل شویو کسانو د نه پرېښودو په صورت کې به کوم ګام پورته کوي، خو مخکې یې د غزې تړانګې کنټرول اخیستو وړاندیز کړی وو او ویلي یې ول چې د غزې اوسېدونکي به په نورو ځایونو کې ابادوي او هلته به د بیارغونې کارونه کوي.

د یرغملیانو او د هغوی د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه ده چې په غزه کې له ۱۵ میاشتو راهیسې تر روانې جګړې وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شوی دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان پکې ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG