د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ اوکراین ته ورکول کېدونکې ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپينه مانۍ کې د لفظي شخړې پرمهال.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپينه مانۍ کې د لفظي شخړې پرمهال.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اوکراین ته ورکول کېدونکې ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ پر درېيمه رسنیو ته ویلي چې دوی د دې باوري کولو لپاره دا مرستې درولې او بیا کتنه ورته کوي چې په حل لارو موندلو کې مرسته وشي.

فرانس پریس خبري اژانس د دې چارواکي له خولې زیاته کړې ده چې ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې ده چې د ده پاملرنه سولې ته ده.

هغه ویلي، "زموږ شریکان هم باید دې هدف ترلاسه کولو ته ژمن وي."

فاکس نیوز د ولسمشر ټرمپ د ادارې د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې دا مرستې په مستقله توګه بندې شوې نه دي، بلکې ځنډول شوې دي.

بلوم برګ او فاکس نیوز لیکلي چې اوکراین ته دا مرستې به تر هغه وخته ځنډېدلې وي چې د دوی په وینا، ولسمشر ټرمپ د هغه هیواد د مشرانو له خوا سولې ته ژمنتیا وارزوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د ډانلډ ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي ترمينځ د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپینه ماڼۍ کې بې سارې لفظي شخړه شوې وه.

ولسمشر ټرمپ دا ګام د دې لپاره د فشار زیاتولو په توګه اخیستی چې اوکراین خپلو معدنیاتو ته د لاسرسي پر تړون ورسره سلا شي او دا به له روسیې سره د سولې د خبرو اترو پر لور یو ګام وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ په وروستیو کې ویلي ول چې اوکراین باید هغه مېلیاردونه (اربونه) ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د روسیې پر ضد د دفاع لپاره ورکړي ول. ټرمپ ویلي ول چې کییف باید په دې ترڅ کې له واشنګټن سره د طبیعي زېرمو په اړه موافقه وکړي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره شول. غربي اټکلونه ښيي چې په جنګ کې د اوکراین او روسیې دواړو تر یو مېلیون زیات کسان وژل شوي او ژوبل دي.

ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه ویلي ول چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.

XS
SM
MD
LG