د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال وولودیمیر زېلینسکي ترمينځ د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپينه ماڼۍ کې ليدنه تر هغه وروسته نیمګړې پاتې شوه چې دوی خپلمنځي لفظي شخړه وکړه.
د دوی ترمينځ په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پرمهال تر ناندریو وروسته د دواړو مشرانو ګډه خبري غونډه هم لغوه شوه.
زېلېنسکي واشنګټن ته د خپل سفر د مهمې برخې په توګه له ولسمشر ټرمپ سره د اوکراین د قیمتي معدنو اړوند تړون له لاسلیک پرته خپل سفر نیمګړی پرېښود.
دې کم سارې پېښې د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د دفاع د راتلونکې په اړه پوښتې رابرسېره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره شوي دي. روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرروۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی وو.
خو امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه ویلي وو چې د اوکراین ولسمشر ولولودیمیر زېلېنسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.
پر دې مهال د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس تر څنګ د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر خبریالان هم موجود ول.
ولسمشر ټرمپ وروسته پر "ټروت" ټولنیزې شبکې ولیکل چې له زېلېنسکي سره یې په سپینه ماڼۍ کې ډېره معنا داره غونډه لرله.
ټرمپ وويل، "له احساساتو راوتلې خبرې په زړه پورې دي او ما دا نتیجه واخیسته چې ولسمشر زېلېنسکي په هغه صورت کې، چې امریکا یې تر څنګ وي، سولې ته چمتو نه دی، ځکه دی فکر کوي چې په جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا څخه به په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي."
ټرمپ ټینګار وکړ چې دی چا ته امتیاز نه ورکوي او یوازې سوله غواړي.
ولسمشر ټرمپ پر زېلېنسکي تور پورې کړ چې د ده په دفتر کې یې امریکا ته سپکاوی وکړ او زیاته یې کړه چې زېلېنسکي د درېيمې نړیوالې جګړې او د مېلیونونه انسانانو د ژوند پرسر "قمار" وهي.
د اوکراین ولسمشر له ټرمپ سره د ناندریو پرمهال ټینګار کاوه چې امریکا باید اوکراین ته امنیتي ضمانتونه ورکړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته يې د اشارې په ترڅ کې وویل چې "له قاتل سره باید هېڅکله معامله ونه شي".
خو ولسمشر ټرمپ په ځواب کې ورته ویل چې اوکراین باید روسیې ته امتیازونه ومني. ټرمپ دا هم وویل چې کییف باید د امریکا د مرستو منندوی واوسي.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه دا هم ویلي وو چې اوکراین باید هغه اربونه ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د روسیې پر ضد د دفاع لپاره ورکړي ول.
د اوکراین ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له ملاقاته تر وتلو وروسته پر اېکس ټولنیزې شبکې د امریکا له مشرانو او ولس څخه د مرستو په خاطر مننه وکړه.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، " امریکا له تاسو مننه. د امريکا ولسمشر، کانګرس او د امریکا خلکو، له تاسو مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په دقیقه توګه د همدې لپاره کار کوو".
ټاکل شوې وه چې دواړه مشران به د فبرورۍ پر ۲۸مه دې غونډه کې د اوکراین معدني زېرمو ته د امریکا د لاسرسي اړوند تړون هم لاسلیک کړي.
د امریکا او اوکراین ترمینځ پر داسې یو تړون خبرې روانې دي چې له مخې به یې امریکا د اوکراین قدرتي زېرمو ته لاسرسی ولري.
په هغو زېرمو کې هغه نادره عناصر هم شامل دي چې د برېښنايي موټرو د بېټریو جوړولو او په نوره ټېکنالوژۍ کې کارېږي.