د اورکزیو سلګونه اوسېدونکي د ړنګو کورونو او دوکانونو له معاوضو بې برخې دي
د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ضلعې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې ورته څه باندې یوه نیمه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو تاوان ورکړي. د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، چارواکو یې کلونه پخوا د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو سروې کړې، خو پر دې سربېره یې لا معاوضه نه ده ورکړې. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، څه باندې ۳،۰۰۰ کورنیو ته یې لا پیسې نه دي ورکړي. د ادارې په خبره، حکومت لا له ۱،۷۰۰ څخه د زیاتو غوښتنلیکونو پر اساس یا سروې نه ده کړې او یا یې هغه درخواستونه رد کړي دي. ویډیويي رپورټ.