پر اوکراین د روسيې د بشپړ یرغل د درې کاله پوره کېدو په تړاو غونډو کې د ګډون لپاره د یو شمېر اروپايي مشرانو تر څنګ د کاناډا اعلا چارواکي هم کیېف ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل درې کاله پوره شو. روسي ځواکونو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین یرغل پیل کړی وو.
ټاکل شوې چې د اروپايي کمېشن مشره اورسلا وون دیر لیېن او د کاناډا وزیراعظم جسټین ټروډو هم په کیېف کې د دې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي او د اوکراین د ملاتړ په اړه د دغه هېواد له ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي سره خبرې اترې وکړي.
د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د دفتر مشر او د بهرنیو چارو وزیر د ریل ګادي په تم ځای کې له د دې مشرانو او چارواکو هرکلی وکړ.
په دغو مشرانو کې د اروپایي کمیسیون مشره، اورسلا وون دیر لیېن او د کاناډا لومړی وزیر جسټین ترودو ، شامل وو.
همداراز، انتونیو کوسټا، د اروپایي شورا رئیس، د شمالي اروپا هېوادونو وزیراعظمانو او د هسپانیا لومړی وزیر هم د دې پلاوي برخه دي.
په عین حال کې د جرمني ولسمشر فرانک والټر سټایمر ویلي په اروپا کې سوله او خپلواکي له موږ تقاضا کوي چې د اوکراین غوڅ ملاتړ وکړو.
نوموړي په هغه ویډیو پیغام کې چې څه برخه یې اوکرایني ټیلي ویژن خپره کړې، ویلي، جرمني د اوکراین تر څنګ کلک ولاړ دی.
د ده په وینا، "جرمني به په دې لړ کې د اوکراین له ولس سره د بشري مرستو او د کډوالو د خوندیتوب تر څنګ له دغه هېواد سره پوځي مرستې هم کوي."
سټایمر ویلي چې دا مرستې به یې تر هغې دوام کوي چې د ده په وینا، "دا بې جوازه جنګ ختم شوی نه وي."
ټاکل شوې چې سټایمر د فبرورۍ پر ۲۴مه د ویډيو له لارې په هغه سرمشریزه کې هم ګډون وکړي چې ولسمشر زېلېنسکي یې د ملاتړو هېوادونو له مشرانو سره کوي.
په اوکراین د روسي برید درې کلونه په داسې حال کې پوره کېږي چې کیېف او ولسمشر زېلېنسکي د دې جګړې په اړه په امریکايي فکر کې د بدلون سره مخ دی.
امریکايي چارواکي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ژمنو په ترڅ کې د اوکراین جنګ د ختمولو لپاره هڅې کوي چې نوموړي د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له امریکايي ولس سره کړې دي.
بلخوا په کیېف او اروپا کې ګڼ خلک د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ طریقه کار اندېښمن کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۱مه ویلي وو چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.