د افغانستان د ښځینه کډوالو د فوټبال ټیم د چاډ هېواد له لوبډلې سره سیالي کوي
نن د اکتوبر پر ۲۶مه د مراکش په بیرشيد لوبغالي کې د افغان کډوالو د فوټبال ښځینه لوبغاړو ټیم د چاډ هېواد له لوبډلې سره سیالي کوي. په دې نړیوالو سیالیو کې د افغان کډوالو ترڅنګ د لیبیا، تیونس او چاډ لوبډلې برخه اخلي. ټاکل شوې چې دا سیالي د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې پیل شي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو راپور جوړ کړی دی.