د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې او امريکا لوړ پوړو چارواکو د اوکراین جګړې ختمولو په اړه خبرې کړي


په سعودي عرب کې روسي او امريکايي چارواکو په رسمي توګه خبرې پیل کړې دي.
په سعودي عرب کې روسي او امريکايي چارواکو په رسمي توګه خبرې پیل کړې دي.

د اوکراین جګړې ختمولو لپاره روسي او امریکايي چارواکو د فبرورۍ پر ۱۸ مه په ریاض کې د لوړې کچې یوه غونډه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د سعودي عرب سرښار کې شوې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هغه روسي سیال سرګي لاوروف ترڅنګ د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د بهرنیو چارو لپاره د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف برخه اخیستې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټېمي بروس په ریاض کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا ناستې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین د هغه ټېلېفوني خبرو په تسلسل کې شوې چې پکې د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه خبرې شوې وې.

بروس زیاته کړه چې ننۍ غونډه په دې لور لومړۍ ګام دی او مقصد یې دا معلومول دي چې د دواړو خواوو ګټې څه دي او ایا د دغو ګټو ترمينځ همغږي راتلی شي او که نه.

سيرګي لاوروف هم وویل چې د غونډې هدف په اوکراین کې د روانې درې کلنې جګړې ختمول او د روسيې او امریکا ترمينځ د اړیکو بیا رغول دي. هغه زیاته کړه چې امکان لري چې د دې غونډې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ملاقات ته لاره جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دوی به د امریکا او روس ترمينځ په کېدونکو خبرو اترو کې برخه وانخلي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۷مه په ابو ظبهۍ کې خبریالانو ته ویلي چې دوی د اوکراین په اړه داسې هېڅ تړون نه شي منلای چې اوکراین پکې شامل نه وي.

مریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر دې مخکې په بیا بیا ویلي، د روسیې او اوکراین ترمینځ روانه جګړه پای ته رسوي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۲مه له خپل روسي او اوکرایني سیال سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره موافقه کړې چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره به یې پلاوي سمدستي خبرې پیل کړي.

ټرمپ زیاته کړه چې د پوتین په څېر زېلېنسکې هم سوله غواړي.

XS
SM
MD
LG