د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په علي شيرو کې د يوې کورنۍ د ۱۰ غړيو د وژنې په تور ۲ کسان نیول شوي


د خوست د علي شيرو په ابوخانه کې د يوې کورنۍ د وژل شويو غړيو د لاسنيوي لپاره خلک ور روان دي. د جنورۍ ۲۹مې انځور
د خوست د علي شيرو په ابوخانه کې د يوې کورنۍ د وژل شويو غړيو د لاسنيوي لپاره خلک ور روان دي. د جنورۍ ۲۹مې انځور

د افغانستان په خوست ولايت کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د علي شيرو ولسوالۍ په ابوخانه کې د يوې کورنۍ د ۱۰ غړيو د وژنې په تور يې دوه کسان نيولي دي.

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې بېګا شاوخوا نهه بجې نامعلومو کسانو د علي شیرو ولسوالۍ اړوند د ابوخانې په سیمه کې د بريد پر مهال د يوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي او وروسته تښتېدلي دي.

ځینو سرچینو دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله بللې ده.

په وژل شویو کې پينځه ماشومان، دوې ښځې او پاتې درې يې نارينه لويان دي.

یو ځايي اوسېدونکی وايي چې په وژل شويو کې یوه مېرمن امیندواره (حامله) وه او درې اولادونه یې په نس ول.

پر ټولنيزو شبکو ګڼو کسانو پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او دا عمل يې په سختو ټکو غندلی دی.

دغو کسانو د طالبانو له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې د پېښې عاملان دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

XS
SM
MD
LG