په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکايي ولسمشرانو د لوړې مراسمو انځورونه
ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې لوړه وکړي. موږ په دې انځوریز البوم کې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکا د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه کړې ده.

۵
د ۱۹۵۳ز کال د جنورۍ ۲۰مې د لوړې په مراسمو کې نومیالي کاوبوای مونټي مونټانا د خلکو د خندولو لپاره د ولسمشر ډوایټ ډي ایزنهاور ګردچاپېره پړی اچولی دی. ایزنهاور دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ګتلي ول.

۶
د ۱۹۶۱ز کال د جنورۍ ۲۰مې انځور: له امریکايي ولسمشر جان اېف کینېډي سره د هغه تر لوړې وروسته مل کاروان. کینېډي د ۱۹۶۳ز کال په نومبر کې ووژل شو.

۷
لېنډن بي جانسن د ۱۹۶۵ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې پر مهال. دا د نوموړي د ولسمشر دویمه دوره وه ځکه چې هغه په ۱۹۶۳ز کال کې د کینېډي تر وژنې وروسته ولسمشر شو.

۸
رېچرډ نېکسن (کیڼ لوري ته) د ۱۹۶۹ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر لوړې وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ولسمشر جانسن سره خبرې کوي. نېکسن دوه ځلې ولسمشر منتخب شو، خو په دویمه دوره کې له دندې ګوښه شو.