په مومندو کې سیاسي او ټولنیزو ډلو ممکنه پوځي عملیات رد کړي
د مومندو په میامندي کې د سیمې د سیاسي، ټولنیزو او کاروباري ډلو د امن پاڅون په نامه غونډه کړې. د جنورۍ پر ۱۴ مه په دې غونډه کې وویل شول چې په مومندو کې به هېڅ کله داسې پوځي عملیات ونه مني چې پکې د سیمې خلک لکه د پخوا په څېر کډوال شي. دوی غوښتنه وکړه چې امنیت باید یقیني شي او د ډیورنډ پر کرښه دې امنیتي تدابیر زیات کړل شي. د شاهنواز ترکزي ویډیویي رپورټ