د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پر سوریې د بشري مرستو محدوديتونه اسانوي


د دیسمبر پر ۲۰مه، دمشق ته د ورغلي امريکايي‌پلاوی موټر
د دیسمبر پر ۲۰مه، دمشق ته د ورغلي امريکايي‌پلاوی موټر

د امريکې د ولسشمر جو بایډن اداره پلان لري چې د سوریې لپاره به د بشردوستانه مرستو محدودیتونه اسان کړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د یو راپور په حواله ویلي چې په دمشق کې نوي حکومت ته د نورو مرستو د بندیز لیرې کولو پرته، دا ګام به د بنیادي اړتیاوو د توکو د ګړندي رسېدو لپاره لاره هواره کړي.

وال سټریټ ژورنال د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا ګام د اونۍ په پای کې د بایډن ادارې لخوا تصویب شوی. د دې پر بنسټ، د خزانې ریاست ته اجازه ورکول کېږي چې مرستندویه ډلو او شرکتونو ته معافیت ورکړي، څو اړین توکي لکه اوبه، بریښنا او نور بشري مرستې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې فرانس پریس خبري اژانس ويلي چې د دیسمبر پر ۲۰مه يو امريکايي پلاوي په دمشق کې د شام له نوو واکمنو سره ليدلي دي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې په شام کې جګړو میلیونونه خلک بې‌ کوره او له بشري مرستو له محرومۍ سره مخامخ کړي دي. نړیوالو دا بندیزونو د بشارالاسد د حکومت د منزوي کولو لپاره لګولي وو خو په غیر مستقیم ډول یې د عامو خلکو ژوند هم سخت کړ.

د بایډن اداره غواړي چې د بندیزونو په اسانولو سره د بشردوستانه مرستو لپاره لاره هواره کړي، ترڅو مرستندویه ډلې د اوبو، بریښنا، درملو او خوراکي توکو په څېر بنیادي اړتیاوې سوریې ته په چټکۍ ورسوي.

XS
SM
MD
LG