د هند پخوانی وزيراعظم من موهن سينګ د ډېسېمبر پر ۲۶مه د ۹۲ کلونو په عمر ومړ. حکومت د نوموړي پر مړینه د ملي ماتم اعلان کړی دی.
د هند حکومت د ډېسېمبر پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د من موهن سینګ پر مړینه به تر اوو ورځو پورې په ټول هند کې ملي ماتم وي. هندیان د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې د ویر مراسم لمانځي.
د اعلامیې له مخې دا پریکړه هم شوې چې د نوموړي جنازه به د دولتي مراسمو په ترڅ کې ترسره کیږي او په ټول هیواد کې به په دولتي ودانیو کې د هند بیرغ نیم ځوړند وي. د هند د کرکټ ملي لوبډله چې د اسټرالیا په میلبورن کې د هغه هیواد له ملي لوبډلې سره ټسټ لوبه کوي، د ډېسېمبر پر ۲۷مه داسې مهال د لوبې ډګر ته ووتله چې لوبغاړو یې په لاسونو تورې پټې تړلې وې ترڅو من موهن سینګ ته خپل درناوی څرګند کړي.
د هند د اپوزیسیون، کانګرس ګوند چې من موهن سینګ یې مشرپاتې شوی، د ډېسېمبر پر ۲۷مه په یوه بیان کې وویل چې د پخواني وزیراعظم جسد به د شنبې په سهار(د ډېسېمبر پر ۲۸مه) د یوه ساعت لپاره په نوي ډیلي کې د ګوند مرکزي دفتر ته یوړل شي ترڅو عام خلک او د کانګرس غړي ورته خپل درناوی وړاندې کړي او وروسته به د وروستیو مراسمو ځای ته ولیږدول شي.
د اسوشيېټېډ پرېس اژانس د خبر له مخې، په نوي ډیلي کې د هند د طبي علومو انسټیټیوټ په یوه بیان کې ویلي دي چې سينګ ناڅاپه پرون ماښام (د ډېسېمبر پر ۲۶مه) بېهوښه شو او روغتون ته یووړل شو او وروسته د شپې پر ۹:۵۱ بجو مړ اعلان شو.
من موهن سينګ له ۲۰۰۴ز څخه تر ۲۰۱۴ز کاله پورې د دوو پرله پسې دورو لپاره د هند وزيراعظم وو. نوموړی په هغه هېواد کې د مهمو اقتصادي اصلاحاتو معمار ګڼل کېده.
د هند اوسني وزيراعظم نریندرا مودي من موهن سينګ د هېواد یو له "تر ټولو غوره مشرانو" بللی دی. مودي پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې سينګ د هند د وزيراعظم په توګه د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره پراخې هڅې وکړې.
من موهن سینګ د وزیراعظم په توګه د خپلې ۱۰ کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانستان له پخواني حکومت سره ښې اړیکې پاللي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي دي چې هند خپل "یو تر ټولو ممتاز زوی" له لاسه ورکړ.
کرزي د من موهن سینګ پرمړینې د ژورې خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ هغه د افغانستان د خلکو یو ثابت متحد او ملګری بللی او د هغه کورنۍ، د هند حکومت او د هند خلکو ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي. د من موهنګ سینګ د واکمنۍ په موده کې نوي ډیلي له کابل سره د سیاسي او اقتصادي ټینګو اړیکو ترڅنګ په زرګونو افغان محصلانوته په هغه هیواد کې د لوړو زده کړو لاره برابره کړې او هم یې په دې موده کې د افغانستان له بیارغونې سره د شاوخوا درې ملیارډ ډالرو مرسته کړې وه.
کرزي زیاته کړې ده چې ډاکټر من موهن سينګ "د افغانانو تلپاتی متحد او ملګری" وو. من موهن سينګ په ۲۰۱۱ز کال کې کابل ته سفر کړی وو. نوموړي د افغانستان پخوانۍ ملي شورا ته په وینا کې ويلي وو چې د ده د سفر موخه د افغانستان او هند ترمينځ د اړیکو لا پیاوړې کول دي.
د فرانسې ولسمشراېمانوېل مکرون په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې د هغه پرمړینې خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې هند یو لوی شخص له لاسه ورکړی او فرانسې هم یو ریښتینی ملګری.