د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو ملک عبدالظاهر خوشې کړی خو ملک نصیر کوکيخېل او ملک سید اغا جان یې په بند کې ساتلي


ملک نصیر کوکيخېل له منظور پشتين او نورو مشرانو سره - انځور له ارشیفه
ملک نصیر کوکيخېل له منظور پشتين او نورو مشرانو سره - انځور له ارشیفه

د خیبر پولیسو د کوکيخېل قام ګرفتار کړيو مشرانو څخه يو خوشې کړی خو دوه یې لا هم په بند کې ساتلي دي.

خوشې شوی ملک، عبدالظاهر دی چې د خیبر پولیسو د دیسمبر پر ۲۴مه، له ملک نصیر احمد کوکيخېل او ملک سید اغا جان سره يو ځای نیولی وو. د خیبر پښتونخوا د قامي اسمبلۍ استازي، عبدالغني افريدي پر فیسبوک د ملک عبدالظاهر تصویرونه خپاره کړي چې نوموړی ورسره د پولیسو له تاڼې څخه په روان شوي موتر کې ناست دی.

د جمرود سیاسي اتحاد مشر ملک واحد اپرېدي مشال راډیو ته ویلي چې پوليسو هغه مشران د قومي مسلو په اړه د مذاکراتو په بهانه شاکڅ لیویز مرکز ته وربللي ول او هلته یې ګرفتار کړل. تر دې وروسته خلکو مظاهره وکړه او د خیبر درې لويه لاره یې بنده کړه.

خو په خیبر کې د کوکيخېل قامي کمېټې مشر له پولیسو سره تر مذاکراتو وروسته، هغه لاره پرانیستې ده. البته نن د دیسمبر پر ۲۵مه، د کوکيخېل قام د نيول شويو مشرانو د خوشې کولو لپاره د مظاهرې پر پلان جرګه کوي.

د کوکيخېلو د قامي کمېټې مشر ملک برکت الله کوکيخېل د دیسمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، رياست يې حتی خپل حق غوښتلو ته هم نه پرېږدي او ګرفتاروي يې. "يوه مسله د بېګياړي د احتجاجي پرلت وه،چې موږ په تيرا کې خپلو کورونو ته د بېرته تګ غوښتنه کوله. بله، موږ پښتون ژغورنې غورځنګ ته خپله ځمکه ورکړې وه چې قامي جرګه پرې جوړه کړي، خو حکومت د هغه کار مخالفت کاوه. بيا چې حکومت راغی اوموږ يې مړه کړو، د هغې اېف ايي ارونه هم زموږ پر مشرانو واچول شول."

د خیبر پوليسو وياند ظهير خان اپريدي مشال راډيو ته ويلي چې درې واړه کسان په يو شمیر مقدمو کې د هغه ضلعې او هم پېښور پوليسو ته مطلوب ول او پرون يې له شاه کڅ لیویز مرکزه ګرفتار کړي دي.

د خیبر انتظامي چارواکو د ریکارډ له مخې، د ملک نصیر کوکيخېل په ګډون د هغې ضلعې د ۱۰ کسانو نومونه له څه مودې راهیسې تر بنديز لاندې کسانو په نوملړ کې شامل شوي دي. د پولیسو په وینا، د دوی پر ضد په بېلابېلو وختونو کې د ریاست ضد ویناګانو په تور مقدمې درج شوې دي.

پولیسو پر ملک نصیر کوکيخېل او د هغه پر ملګرو باندې د روان کال د اکتوبر پر ۱۱مه په ریګي للمه کې د پي ټي اېم له خوا د یوې جرګې د ملاتړ او له پولیسو سره د مزاحمت په تور ځینې مقدمې درج کړې دي. همداراز د روان کال په اګست کې د جمرود بیګیاړي کې د تیرا راجګل کډوالو د ستنولو لپاره په پرلت کې د ګډون په تور هم پر هغوی یو شمېر مقدمې دي.

ملک نصیر کوکیخېل يو له هغو کسانو څخه دی چې د ۱۱م اکتوبر د پښتون قامي جرګې لپاره یې د خپل قام پر ځمکه په ریګي للمه کې ځای ورکړی وو. هغه د خيبر د تيرا سيمې د راجګل سيمې ولسي مشر دی خو له تېرو څو لسيزو راهیسې په جمرود کې ژوند کوي. د نوموړي کورنۍ په هغه سيمه کې د خلکو د ستونزو هوارولو او جرګو کې مهم رول لري.

په ۲۰۱۳ کال کې د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ د عملياتو له وجې د تيرا له راجګله شاوخوا ۲۰.۰۰۰ کورنۍ بېکوره او ورڅخه ډېری يې په جمرود کې دېره شوې وې. د کوکېخېلو مشرانو د ګرفتاريو په تړاو د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکو تر دې دمه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG