د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د خيبر د ځایي مشرانو او ۱۲۰ نورو کسانو ضد مقدمه دایره کړې


د راجګل کډوالو د تېرو ۲۹ ورځو راهيسې پرلت وهلی دی ـ د جولای دویمې انځور.
د راجګل کډوالو د تېرو ۲۹ ورځو راهيسې پرلت وهلی دی ـ د جولای دویمې انځور.

د خیبر پولیسو د راجګل کډوالو کمېټې د مشرانو تر څنګ د ۱۲۰ کسانو پر ضد مقدمه دایره کړې ده چې پکې د ترهګرۍ دفعې هم شاملې دي.

پولیس تور پورې کړی چې هغو کسانو د اګست پر ۲۸مه په خپلو ویناګانو کې د پاکستان د پوځ د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د کورنۍ د غړو د "وژنې" ګواښونه کړي وو، د "ځانمرګو بریدګرو او هدفي وژونکو د استولو" دړکې یې ورکړې او خلک یې "بغاوت"ته هڅولي ول.

مقدمه د کمېټې مشرانو ملک نصیر کوکيخېل، خان ولي اپرېدي، ثناالله اپرېدي، حاجي برکت اپرېدي، جلیل اپرېدي، خان محمد اپرېدي، حسین احمد اپرېدي، ابرار اپرېدي، او له دې سره نورو ۱۲۰ نامعلومو کسانو پر ضد په جمرود تاڼه کې اېف ای ار دایره شوې ده.

په دې کې د ۷-اې ټي اې، ۱۲۴، ۵۰۵، ۵۰۶، او ۱۲۱-اې دفعې (مادې) شاملې دي. دغه دفعې د ترهګرۍ، بغاوت، خلکو ته د تاوتریخوالي یا ګډوډۍ رامنځته کولو، د حکومت پر ضد جګړې پیلولو، او د خلکو وېرولو یا ګواښولو په اړه دي. د دې دفعو له مخې، هر ډول فعالیتونه چې د دولت، عامه امنیت، یا نظم لپاره خطر ګڼل کېږي، جرم بلل کېږي او سزا ورته ټاکل شوې ده.

پولیسو په هغې اېف ای ار کې لیکلي دي چې د مشرانو د ویناوو ویډیو یې د ثبوت په توګه له ځان سره خوندي کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر په بیګیاړۍ سیمه کې د راجګل کډوالو د تېرو ۲۹ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی. دوی خپلو سیمو ته د ستېدو ترڅنګ ځینې غوښتنې لري. دوی د پېښور او تورخم لار د ګاډو پر مخ تړلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د اګست پر ۳۰مه پرلت ته ورغلی وو او اعلان یې کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۱مه به پښتون قامي عدالت په نامه جرګه په خیبر کې جوړوي.

بل پلو، ملک نصیر کوکيخېل په ټولنیزو رسنیو کې په یوه ویډیويي پیغام کې پر خلکو غږ کړی دی چې احتجاجي پرلت ته په زیات شمېر کې ورشي او زیاتوي چې دوی له دې اېف ای ار څخه نه وېرېږي. هغه زیاته کړې چې کوم ۱۲۰ کسان یې نامعلوم لیکلي، د هغوی نومونه به هم څرګند کړي، او دا د دوی د ټول قام مسله ده.

نوموړي وویل چې احتجاجي کېمپ به روان وي او دوی به له خپلو غوښتنو څخه په شا نه شي. هغه زیاته کړه چې که د خیبر پولیسو د دوی ملګرو د نیولو هڅه وکړه، نو ټول قام به د احتجاج په توګه جمرود تحصیل ودانۍ ته ننوزي او هلته به احتجاج کوي.

د تیرا راجګل کډوالو کمیټۍ مشران وایي چې په ۲۰۱۳ز کې د بدامنۍ له امله بې‌ کوره شوي او اوس غواړي چې خپلو کلیو ته د ستنیدو اجازه ورکړل شي. بل پلو، پوځ وايي چې هلته اوس هم د امنیت ستونزه شته، او چې دا سیمه په بشپړه توګه له وسلوالو پاکه کړي، بیا به د هغوی د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د کډوالو او حکومتي ادارو ترمینځ دوه ځلې مذاکرات شوي، خو تر دې دمه یې څه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG