د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پوليو ضد واکسينو کمپاين پيل شو


د ۲۰۲۳ په اګست کې د کمپاين په وخت، روغتيايي‌کارکوونکې په هرات کې يوې ماشومې ته پولیو واکسین کوي
د ۲۰۲۳ په اګست کې د کمپاين په وخت، روغتيايي‌کارکوونکې په هرات کې يوې ماشومې ته پولیو واکسین کوي

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له نن (د دیسمبر له ۲۳مې) څخه د پولیو وایرس مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو کمپاین پيل شو.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د دیسمبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په مرسته کېدونکي، په دې درې ورځني کمپاین کې به څه باندې څلور میلیونه هغو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي.

د دوی په وینا، دا کمپاین به په کابل، کندهار، هلمند، اوروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز کې ترسره شي. ملګرو ملتونو پر والدینو غږ کړی چې خپل ماشومان خامخا واکسین کړي او د پوليو له معذورونکي وايرس یې وساتي. که يو ماشوم په پولیو وایرس اخته شي، بیا یې درملنه ممکنه نه ده او عمري معذوري ورپېښېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه پولیسو ۲۵ ماشومان وهلي دي. پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني هغه هېوادونه دي چې دا وایرس پکې شته دی.

XS
SM
MD
LG