د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۲۳۲ منډو ماتې ورکړه


د ډېسېمبر پر ۱۷مه د افغانستان او زېمبابوې ترمینځ لومړۍ سیالي د باران له وجې بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.
د ډېسېمبر پر ۱۷مه د افغانستان او زېمبابوې ترمینځ لومړۍ سیالي د باران له وجې بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.

افغانستان په دويمه يو ورځنۍ کرکټ لوبه کې کوربه هېواد زېمباوې ته په ۲۳۲ منډو ماتې ورکړه. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په نړيوال کرکټ په دومره لوی توپير لوبه وګټله.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د هرارې په لوبغالي کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په زيان ۲۸۶ منډې وکړې. د افغانستان صديق الله اتل ۱۰۴ او عبدالمالک ۸۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د زېمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۸م اوور کې په ۵۴ منډو وسوځېدل. د زېمبابوې څلور لوبغاړي پر صفر اوټ شول. د افغانستان الله محمد غضنفر او نويد ځدران درې، درې لوبغاړي وسوځول.

صديق الله اتل د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر دې وړاندې، د افغانستان او زېمبابوې ترمينځ د درو يو ورځنيو يا ۵۰ اووره سياليو لومړۍ لوبه بې له نتيجې پای ته رسېدلې وه.

په هغه لوبه کې زېمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او په نهو اوورنو کې يې پينځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۴۴ منډې يې وکړې. خ هغه سیالي وروسته د باران له امله لغوه شوه.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو تر مينځ به درېيمه او وروستۍ لوبه د ډېسېمبر پر ۲۱مه وشي.

تر هغې وروسته به افغانستان او زېمبابوې د ډېسېمبر پر ۲۶مه او د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر دويمه دوه پينځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبې کوي. تر دې وړاندې، افغانستان د درو ۲۰ اووره سياليو په لوبلړۍ کې زېمبابوې ته په دوه-يو ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG