ايرا ن د ډېسېمبر پر ۱۶مه د سختې یخنۍ او ګېس کموالي له امله د دفتري کارونه او د سکولونو زده کړې انلاین کړې دي.
د دې هېواد په شمالي برخو کې په دې وروستیو کې د تودخې درجه منفي ۲۰ ته ټېټه شوې او د دې ترڅنګ پکې د خلکو ګېس ته لاسری هم له خنډونو سره مخامخ شوی دی.
ولسمشر مسعود پېزشکیان تېره اوونۍ پر خلکو غږ کړی وو چې د انرژۍ د سپمولو لپاره دې د کورونو د تودولو د بخاریو تودخه دې دوه درجې کمه کړي.
نورو دفترونو هم له خلکو ورته غوښتنه کړې ده.