د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو وزیراعظم وايي د امریکا له منتخب ولسمشر سره یې خبرې کړې دي


د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ. (انځور: ارشیف)
د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ. (انځور: ارشیف)

د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د دسمبر پر ۵مه ویلي چې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د شام پر حالت خبرې او په سیمه کې یې د اسراییلو پر سوله ییز نیت ټینګار کړی دی.

نتانیاهو په یوه بیان کې ویلی، "موږ له شام سره په جګړه کې دلچسپي نه لرو او موږ به د شام په اړه د اسراییلو تګلاره د ځمکې د واقعیت له مخې وټاکو."

اسراییلي وزیراعظم زیاته کړه چې شام له لسیزو راهیسې د دوی "یو فعال دښمن دولت" اوسېدلی دی.

د ده په وینا، شام په وار وار پر اسراییلو بریدونه کړي او نورو ته یې اجازه ورکړې چې د دې هیواد پرضد عملیات وکړي.

نتنیاهو ویلي چې له ډونلډ ټرمپ سره یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې له قتل عام وروسته د حماس له خوا د یرغمل شویو اسراییلو د خلاصون لپاره د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د خپلو ټولو یرغمل شویو، ژوندیو او مړو کورونو ته د ستنیدو لپاره په نه ستړي کیدونکي ډول عمل ته دوام ورکړي.

د اسراییلي سرچینو په وینا، د مړو په ګډون شاوخوا سل تنه یرغمالیان لا هم د حماس په لاس کې دي.

XS
SM
MD
LG