د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې لنډمهالی وزیراعظم وايي د مارچ تر لومړۍ پورې د انتقالي ادارې مشري کوي


د سوریې لنډمهالی وزیراعظم په دمشق کې له العربیه ټېلېوېژن سره د مرکې پر مهال - د ډېسېمبر ۱۰مې انځور.
د سوریې لنډمهالی وزیراعظم په دمشق کې له العربیه ټېلېوېژن سره د مرکې پر مهال - د ډېسېمبر ۱۰مې انځور.

د سوریې (شام) لنډمهالي وزیراعظم د هغو وسلوالو په ملاتړ واک ترلاسه کړی دی چې ولسمشر بشار الاسد یې ګوښه کړ.

محمد البشیر د ډېسېمبر پر ۱۰مه پر دولتي ټېلېوېژن په وینا کې وویل چې د مارچ تر لومړۍ پورې به د شام د انتقالي یا عبوري ادارې مشر وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیت تحریر الشام په مشرۍ د سوریې نوي واکمنان د ډېسېمبر پر اتمه د اسد تر پرځولو وروسته خپل کنټرول ټینګوي.

هیت تحریر الشام، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، په وروستیو کلونو کې له القاعدې سره اړیکې پرې کړې او کوښښ یې کړی چې ځان د شام د حکومت لپاره د یو عملي بدیل په توګه وړاندې کړي. خو لویدیز هېوادونه او د بشري حقونو ډلې یې په اړه محتاطې دي.

په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سېرګې ریابکوف د ډېسېمبر پر ۱۰مه له اېن بي سي ټېلېوېژن سره په رکه کې ویلي چې په تر ټولو خوندي طریقې یې د اسد تر لېږدولو وروسته ورته پناه ورکړې ده. خو نوموړي په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ.

بلخوا د ډېسېمبر پر ۱۰مه د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کټڅ تایید کړه چې پوځ یې شپې مهال په بریدونو کې د شام یوشمېر نظامي ځایونه او د بحري ځواک کښتۍ په نخښه کړې دي.

د هغه په وینا، د حملو هدف د هغو ستراتیژیکو وړتیاوو له مینځه وړل ول چې د اسراییلو دولت ګواښي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څار ډلې هم د ډېسېمبر پر ۱۰مه په بیان کې وویل چې اسراییليو ځواکونو د سوریې تر ټولو مهم پوځي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د سوریې وسلوالو مخالفینو د ډېسېمبر پر اتمه پلازمېنه دمشق ونیوله او تر ۱۴ کلنۍ کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشار الاسد حکومت ړنګ کړ.

XS
SM
MD
LG