د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او سعودي عرب د دوه اړخیزه تعلقاتو پراخولو هوډ ښوولی دی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ډېسېمبر پر درېیمه په ریاض کې له سعودي وليعهد سره د ستړي مه شي پر مهال.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ډېسېمبر پر درېیمه په ریاض کې له سعودي وليعهد سره د ستړي مه شي پر مهال.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عرب له وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.

د اطلاعاتي او نشریاتي چارو وزیر عطا الله تارړ پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دواړو مشرانو د ډېسېمبر پر درېیمه د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې د ملاقات پر مهال د سوداګریزو او کاروباري اړیکو پر زیاتولو موافقه وکړه.

تارړ وايي، سعودي وليعهد پاکستان ته د سفر بلنه هم منله ده.

د پاکستان حکومت هم پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې دواړو مشرانو په "دوه اړخیزه اړیکو کې د لوی بدلون راوستو هوډ" وښود، خو له دې پرته یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم د ډېسېمبر پر درېیمه په سعودي عرب کې د اوبو د وسایلو انتظام په اړه په نړیواله سرمشریزه کې د ګډون لپاره ریاض ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر هم د نومبر پر شپږمه په ریاض کې له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي ول.

د سعودي عرب د پانګونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په اکتوبر کې پاکستان ته تللی وو او هلته یې له حکومت سره د ۲.۲ اربه ډالرو په ارزښت د ۲۷ پروژو تفاهملیکونه لاسلیک کړل. په هغو تفاهملیکونو کې د کرنې، ټېکنالوژۍ، تعلیم، معدنیاتو او پېټرولییم چارو په یوشمېر نورو برخو کې د همکارۍ شاملې دي.

XS
SM
MD
LG