د امریکا ولسمشر جو بایډن د دېسېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته خپل زوی هنټر بایډن ته د بخښنې ځانګړې پرېکړه اعلان کړه.
هنټر بایډن د وسلو او مالیاتو اړوند فدرالي جرمونو په تور له ممکنه بند سره مخامخ وو.
له دې سره ولسمشر بايډن خپله هغه ژمنه ماته کړه چې د غير معمولي ولسمريزو واکونو له لارې به خپلې کورنۍ ته ګټه نه رسوي.
د ډيموکراټ ګوند ولسمشر مخکې ويلي ول چې په دلاوير او کېليفورنيا ریاستونو کې په دوو مقدمو کې د مجرم ګرځول شوي زوی سزا و نه بخښي او نه به يې سزا کمه کړي.
بایډن دا اقدام تر هغې څو اونۍ مخکې پورته کړی دی چې ټاکل شوې، عدالت د وسلو او ټېکسونو په مقدمو کې هنټر بایډن ته سزا اعلان کړي. نوموړي د ټېکس په مقدمه پر ځان لګول شوي تورونه منلي ول.
دا پرمختګ په داسې حال کې هم شوی چې دوه مياشتې وروسته به منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي.