د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره یې هیڅ ډول مذاکرات نه دي شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د نومبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې له تحریک طالبان پاکستان سره هیڅ مذاکرات نه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې "له ټي ټي پي سره د خبرو د پیلولو وړاندیز د ترهګرۍ د زرګونو قربانیانو د کورنیو سپکاوی دی."
ممتاز زهرا بلوڅې زیاته کړه چې د پاکستان او چین ترمنځ په ایجنډا کې د دې په وینا، "له ترهګرې ډلې سره د خبرو داسې کوم وړاندیز شتون نلري."
دا په داسې حال کې ده چې د ۰۴م کال د مارچ په میاشت کې د شانګلې ضلعې په بشام کې پر یوه بس په ځانمرګي برید کې د ۵ چینایانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي وو.
د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې تحریک طالبان پاکستان د هغه برید ذمه وار ګرځولی او د ډلې څلور مهم وسله وال یې نیولي دي.