د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختیا ټینګار کړی


د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد (ښي لوري ته) د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره ناست دی - د نومبر ۲۷مې انځور.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد (ښي لوري ته) د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره ناست دی - د نومبر ۲۷مې انځور.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر په کابل کې له پاکستاني سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمينځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو دفاع وزارت د نومبر پر ۲۷مه پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې ملا یعقوب مجاهد له نظاماني سره په خپل دفتر کې د لیدنې پر مهال وویل چې طالبان د دواړو هېوادونو د پایدارو اړیکو په موخه د پاکستان له حکومت سره "هر ډول همکارۍ" ته تیار دي.

بیان زیاتوي چې نظاماني هم د افغانستان او پاکستان ترمينځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دا ملاقات پر داسې مهال شوی دی چې د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام‌‌‌اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو په لاریون کې د شاوخوا ۵۶ افغانانو د نیول کېدو دعوه کړې ده او د هغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي چې افغانان د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته په هغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.

نوموړي وویل چې هغه افغان وګړي چې په اسلام اباد کې اوسي او د ښار د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) اجازت نامه و نه لري، د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته هلته نه شي اوسېدالای.

پولیسو او امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال له خیبر پښتونخوا او نور سيمو څخه اسلام اباد ته ورغلي مظاهرچیان تیت و پرک کړل.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون هغو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تور په کلکه ردوي او وايي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځای نه دی ورکړی او د افغانستان خاوره د هېچا پر وړاندې کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د نومبر پر ۱۱مه وویل چې د پاکستان حکومت دې "د خپلو ستونزو حل په خپل هېواد کې دننه" ولټوي.

XS
SM
MD
LG