امريکا د روسیې پر درېيم لوی بانک "ګازپروم بانک" او لسګونو نورو مالي ادارو بندیزونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې جو بایډن غواړي چې د ولسمشرۍ په وروستيو دوو میاشتو کې په اوکراین کې د روسيې د جګړې د تمویل وړتیا نوره هم کمه کړي.
ګازپروم بانک، چې د روسیې د انرژۍ د صادراتو په چارو کې مهم رول لوبوي، یوازینی لوی روسی بانک وو چې د امريکا تر بندیزونو لاندې نه وو.
واشنګټن او برسلز د انرژۍ د صادراتو د احتمالي خنډونو په اړه د اندېښنو په ترڅ کې پر ګازپروم بانک له بندیزونو لګولو ډډه کړې وه.
د امريکا د مالیې وزارت د نومبر پر ۲۱مه په بيان کې ويلي دي چې د ګازپروم بانک تر څنګ پر نړيوالو فعاليتونو ترسره کوونکو له ۵۰ زياتو نورو روسيو بانکونو، له ۴۰ زیاتو روسيو امنيتي شرکتونو او د روسیې پر ۱۵ مالي چارواکو هم بندیزونه لګوي.