د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او طالبانو چارواکو تورخم کې د سوداګرۍ او سفري ستونزو پر هواري خبرې کړې دي


په تورخم کې مال لېږدوونکي ګاډي په وره اوړي - پخوانی انځور.
په تورخم کې مال لېږدوونکي ګاډي په وره اوړي - پخوانی انځور.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو پر تورخم دروازه د سوداګریزو کاروانونو او عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې پر ستونزو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د نومبر پر ۲۱مه راپور ورکړی دی چې د دواړو لوریو د کمیساریو مسوولانو په تورخم کې خبرې کړې دي خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

دا تر هغه وروسته ده چې افغان سوداګرو په وار وار ويلي دي چې پاکستان د افغانستان د مېوو په موسم کې په یوه او بله پلمه تورخم او نورې سرحدي دروازې تړي، چې له امله یې افغان سوداګرو او باغوانانو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

بلخوا عام افغانان هم شکايت کوي چې پر پوله د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له څه باندې یو کال راهیسې له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کړي او د سوداګرۍ په برخه کې یې هم یوشمېر مقررات او محدودیتونه نافذ کړي دي.

حکومت وايي چې دا اقدامات د قاچاق د مخنيوي او امنیت لپاره اړین دي.

XS
SM
MD
LG