د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب الله په اسراييلي برید کې د خپل وياند وژل کېدل تاييد کړل


د حزب الله ویاند محمد عفيف د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۲مه د خبرې کنفرانس پر مهال
د حزب الله ویاند محمد عفيف د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۲مه د خبرې کنفرانس پر مهال

د حزب االله یو چارواکي ویلي چې د نومبر پر ۱۷مه يې د لبنان سرښار بیروت کې په یو اسرایيلي برید کې يې ویاند وژل شوی دی.

دا ډله وايي، محمد عفیف په هغه برید کې ووژل شو چې پکې د بیروت په مرکز کې د عربو سوشلسټ بعث ګوند دفتر په نښه شوی وو. حزب الله یو سیاسي ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري.

امریکا حزب الله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

محمد عفیف تر هغې وروسته ډېر لیدل کېده کله چې د روان ۲۰۲۴ کال په سيپتمبر کې د حزب الله او اسرایيلو ترمينځ پشپړ جنګ پیل شو. د دې ډلې مشر حسن نصرالله هم د اسرایلو په یو هوايي برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG