د خوست د ژورې سیمې اوسېدونکي د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي
د ډېورنډ له کرښې سره نېږدې د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ژورې سیمې اوسېدونکي وايي چې د ژوند له زیاتره اسانتیاوو بې برخې دي. دوی وايي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمات او ښوونځي نه لري. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د اوبه خور لپاره وړو بندونو ته هم زښته اړتیا لري. د طالبانو حکومتي چارواکي وايي چې هڅه کوي چې د خلکو ضرورتونه پوره کړي. ویډيويي رپورټ.