د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د پوليسو یو افسر وژل شوی دی


د مردان د پوليسو يوه تاڼه. پخوانی انځور
د مردان د پوليسو يوه تاڼه. پخوانی انځور

پوليس وايي چې په مردان کې نامعلومه وسلوالو يو پوليس افسر وژلې دی۔

د دې ضلعې د پوليسو ویاند محمد فهيم د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د ګارو شاه تاڼې اسسټينټ سب انسپکټر ولي محمد خان پرون (نومبر ۱۲مه) هغه مهال په ډزو وويشت چی کله هغه له خپلو نورو پوليس سرتېرو سره وو۔

د هغه په خبره، دا مهال پوليسو پر موټر سائيکل روان وسلوالو ته د درېدو اشاره وکړه چې هغوی ورباندې ډزې وکړې چې له امله یې ولي محمد خان ژوبل شو۔ هغه وروسته د مردان اېم اېم سي روغتون ته ولېږدول شو چې هلته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه۔

پوليس وايي چې د بريدکوونکو د نیولو لپاره يې د لټون عملیات پيل کړي خو تراوسه پورې يې څوک نیولي نه دي. هېچا لا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

په خپر پښتونخوا کې له یوې مودې راهیسې پر پولیسو بریدونه زیات شوي چې پکې یوشمېر سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیسو پر سرتېرو د بریدونو ضد په بنو او لکي مروتو کې لاریونونه او احتجاج ناستې کړې وې.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG