د ملاکنډ د مرستیال کمیشنر د دفتر یو چارواکی وايي، د لیویز ځواک یو سرتېري په خپلو ملګرو ډزې کړي چې پکې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
دغه چارواکی چې له مشال راډیو سره یې د نوم د پټ ساتلو په شرط خبرې کولې، وویل چې دا پېښه د نومبر په اوومه د درګۍ په موسی مېنه پوسته کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي وویل، د صدام په نوم سرتېري په ډزو حوالدار فضل کریم او سپاهي ریاض وژلي او سرتېری عالم زېب یې ژوبل کړی دی.
د ملاکنډ ډویژون د مرستیال کمیشنر د دفتر یاد چارواکی وايي، د پېښې وجوهات لا نه دي معلوم خو برید کوونکی تښتېدلی دی.