د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ په يو ورځنۍ سيالي کې بنګلادېش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه


د افغانستان توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د نومبر پر شپږمه د بنګلادېشي لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي لمانځي.
د افغانستان توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د نومبر پر شپږمه د بنګلادېشي لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي لمانځي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې بنګلادېش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه.

د نومبر پر شپږمه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې وکړې.

که څه هم په لومړي سر کې د افغانستان توپوهونکي ښه و نه ځلېدل خو په مينځ کې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او محمد نبي ښه توپوهنه وکړه او په خپل وار سره يې ۵۲ او ۸۴ منډې وکړې.

د بنګلادېش تسکين احمد او مستفيظ الرحمان د افغانستان څلور، څلور لوبغاړي وسوځول.

بنګلادېش په لومړيو اوورونو کې ښه توپوهنه وکړه خو د د شاوخوا ۱۲۰ منډو تر جوړولو وروسته يې لوبغاړي يو په بل پسې وسوځېدل او په ۳۵م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په زيان يوازې ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه يې وبايله.

د افغانستان ځوان توپ اچوونکي الله محمد غضنفر د بنګلادېش شپږ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه سیالي د نومبر پر نهمه او وروستۍ یې د نومبر پر ۱۱مه د شارجې په لوبغالي کې کېږي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG