د خوست لکڼو اوسېدونکي د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې غواړي
د خوست د لکڼو اوسېدونکي سیمې ته د برېښنا د غځولو او دې ځای ته د تللي سړک د اساسي ترمیم او جوړولو غوښتنه کوي. دوی زیاتوي چې لکڼ شنه او سمسوره سیمه ده او که چېرې حکومت یا خصوصي پانګوال په کې یو لوی تفریحي پارک جوړ کړي نو د سیلګرۍ صنعت د غوړېدا په خوا کې به د دې خلکو لپاره څه نا څه کاري زمینې هم برابرې شي. په تېر کې د ملي پیوستون او ولسي تړون د ملي پروګرامونو په چوکاټ کې په لکڼو کې هم، د خلکو په خوښه یو شمېر مهمې پروژې پلې شوې وې. ویډیو رپورټ.