د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د بریکس سرمشریزه کې د ملګرو ملتونو له مشر سره د لیدو اراده لري


ویلادیمر پوتین او ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرش پخوانی انځور.
ویلادیمر پوتین او ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرش پخوانی انځور.

د روسيې د ولسمشر سلاکار يوري اوشاکوف د اکتوبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې ولسمشر ولاديمير پوتين د بريکس د سرمشريزې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتېرش سره د ملاقات اراده لري.

د بريکس سازمان سرمشریزه د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې کېږي او په دې کې به د برازیل، روسیې، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمیر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.

مسکو دې غونډې ته د يو داسې فرصت په سترګه ګوري چې وښيي پر اوکراین د روسیې د نظامي يرغل له امله د لویدیځ لخوا د روسیې د منزوي کولو هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

د پوتين او ګوتېرش ملاقات د اکتوبر پر ۲۴مه ټاکل شوی دی خو پر دې سربېره داسې هیڅ نخښې نشته چې کییف یا مسکو دې د شخړې پای ته رسولو لپاره د سولې پراخو خبرو اترو ته چمتو وي.

ګوتېرش په دوامداره توګه د روسیې پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په اوکراین کې د مسکو روان پوځي عملیات د نړۍ لپاره "خطرناک مثال" جوړوي. د ملګرو ملتونو مشر په تکراري ډول د "عادلانه سولې" غوښتنه کړې چې نړیوال قانون او د اوکراین "ځمکنۍ بشپړتیا" ته درناوی وکړي.

برېکس د پینځو لویو پرمختلونکو اقتصادي هېوادونو یوه ډله ده چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا پکې شامل دي. دا نوم د دې هېوادونو د انګلیسي نومونو د لومړیو تورو څخه جوړ شوی دی. برېکس په ۲۰۰۹ز کال کې فعالیت پیل کړی او هر کال سرمشریزې غونډې کوي ترڅو په اقتصادي همکاریو، نړیوال تجارت، مالي چارو، ټکنالوژۍ او نورو ګډو مسایلو خبرې اترې وکړي او همکاري پیاوړې کړي.

د دې ډلې موخه دا ده چې د خپلو هېوادونو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي، په نړیوال اقتصاد کې اغېزمن رول ولوبوي او د پرمختګ لپاره ګډ ګامونه پورته کړي. د برېکس هېوادونه د نړۍ په کچه مهم اقتصادي او سیاسي ځواکونه ګڼل کېږي، چې د نړیوال نفوس او اقتصاد یوه لویه برخه تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG