د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې قبایلي جرګه وايي حکومت د امن لپاره کافي کار نه دی کړی


په سیمه کې د امنیت لپاره په ژوب کې مخکې هم احتجاجونه او جلسې شوي دي ـ پخوانی انځور.
په سیمه کې د امنیت لپاره په ژوب کې مخکې هم احتجاجونه او جلسې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د یوې قبایلي جرګې پر مهال ګډونوالو ویلي چې حکومت په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

د اکتوبر پر شپږمه د ژوب او شیراني ضلعو د ګډې ال پارټیز ایکشن کمیټۍ په جرګه کې د یادو ضلعو سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون وکړ او ژمنه یې وکړه چې په هېڅ حال کې به د سیمې امنیت خرابېدو ته نه پرېږدي.

د بلوچستان اسمبلۍ کې د جمعیت علماء اسلام پخواني غړي مولوي ګلاب خان جرګې ته وویل چې دوی به د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو حالات په خپلو سیمو کې تکرارېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي د قبایلي سیمو امن کمیټیو او لښکرو ته په اشاره سره وویل چې د سیمې د امنیت خرابېدو وړاندې دې، دا ډول هلې ځلې پیل کړل شي او بیا ورپسې د وسله والو ضد پوځي عملیات وشي. خو د جرګې ګډونوالو په ژوب او شیراني ضلعو کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد مخلصانه کار پکار دی.

که څه هم حکومت د دې جرګې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیپتمبر پر ۲۷ مه په ژوب کې د امنیت په هکله یوه حکومتي جرګه شوې وه چې پکې اعلا حکومتي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو. بلخوا د پاکستان پوځ همیشه دا دريځ وړاندې کړی چې د ترهګرو پر ضد بې توپيره کاروايي‌کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ژوب او شیراني ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د اکتوبر په درېیمه په کلا سیف الله کې د شیراني ضلعې په ډپټي کمشنرې ثناء ماه جبین وسلوال برید شوی و خو هغې ته زیان نه و رسېدلی. دغه راز د سيپتمبر په ۲۱ مه په ژوب کې د ترهګرۍ ضد ادارې په موټر برید کې د یادې ادارې درې اهلکار وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG