د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو په نړیوال جام سیالیو کې جنوبي افریقا او نیو زیلېنډ سیالۍ ګټلې دي


د نیو زیلېنډ د کرکټ لوبغاړې د مخالف لوبغاړي په اوټ کېدو خوشالي نمانځي ـ پخوانی انځور.
د نیو زیلېنډ د کرکټ لوبغاړې د مخالف لوبغاړي په اوټ کېدو خوشالي نمانځي ـ پخوانی انځور.

د ښځو ۲۰ اوریز نړیوال جام کرکټ په سیالیو کې جنوبي افریقا او نیو زیلېنډ خپلې لوبې ګټلې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ښځو ترمنځ د ۲۰ اوریز نړیوال جام نهم پړاو سیالیو په دویمه ورځ لومړۍ لوبه جنوبي افریقا له ویسټ انډیز او دویمه لوبه نیو زیلېنډ له هندوستان وګټله.
د اکتوبر پر څلورمه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې سویلي افریقا او ویسټ انډیز سیالي وکړه، چې د ۱۰ وېکټو په توپیر سویلي افریقا وګټله.
ویسټ انډیز د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی وو، چې سویلي افریقا په ۱۸ اور کې پوره کړ.

په دویمه لوبه کې بیا هندوستان د نیو زیلېنډ د ۱۶۰ منډو په ځواب کې یوازې ۱۰۲ منډې وکړې او د ۵۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې چې نن، شنبه، د اکتوبر پر پینځمه نېټه، اسټرالیا له سریلانکا او انګلستان له بنګلا دېش سره لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG