د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان روغتیا وزارت وايي بیروت کې د اسراییلو په برید کې ۶ تنه وژل شوي دي


په بیروت کې د اسراییلو په برید کې یوشمېر ودانۍ ړنګې شوې - د اکتوبر درېیمې انځور.
په بیروت کې د اسراییلو په برید کې یوشمېر ودانۍ ړنګې شوې - د اکتوبر درېیمې انځور.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اکتوبر پر درېیمه تر نیمې شپې وروسته په بیروت کې پر یو اپارتمان د اسراییلو په هوايي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ حکومتونه له هغه هېواده د خپلو وګړو د ایستلو هڅه کوي.

اسراییل په لبنان کې د حزب الله پر وسلوالو د ځمکني برید په لټه کې دی او په عین وخت کې یې په غزې تړانګه کې حملې کړې دي چې پکې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه یوه ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پر پوځي څانګې څانګې بندیز لګولی دی.

اخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر پر دویمه په منځني ختیځ کې د مخ پر زياتېدونکې شخړې د حل لپاره بیړنۍ غونډه کړې ده.

په بیروت کې تر اسراییلي هوايي برید وروسته په سیمه کې اور لګېدلی دی - د اکتوبر درېیمې انځور.
په بیروت کې تر اسراییلي هوايي برید وروسته په سیمه کې اور لګېدلی دی - د اکتوبر درېیمې انځور.

په همدې حال کې د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې ویلي دي چې وسلوالو یې د لبنان په جنوب کې سرحدي کلي ته له داخلو شویو اسراییلیو پوځیانو سره جګړه کړې ده.

د لبنان پوځ ویلي چې اسراییلي پوځیان د لنډ وخت لپاره د هېواد جنوب ته ورننوتي ول.

د اسرايیلو پوځ ویلي چې د لبنان په جنوبي برخه کې یې اته پوځيان وژل شوي دي.

د اسراییلي پوځ د اکتوبر پر لومړۍ ویلي ول چې د لبنان له پولې سره یې "محدود ځمکني عملیات" پیل کړي دي.

حزب الله په داسې حال کې په لومړي ځل د لبنان په خاوره کې د جګړې خبر ورکوي چې له تېرې اونۍ راهیسې یې له اسراییل سره ترینګلتیا لا زیاته شوې ده. اسراییلیو ځواکونو په هغه موده کې د لبنان په جنوب کې بمبارۍ کړې دي او د پلازمېنې بیروت ښار په جنوبي څنډه کې یې په یو هوايي برید کې د حزب الله مشر حسن نصرالله وواژه.

حزب الله تر دې مخکې د اکتوبر پر دویمه دا هم وویل چې هغه اسراییلي پوځیان یې له لبنانه ایستلي دي چې د هغه هېواد په شمال ختیزه پوله پراته یو کلي ته یې د داخلېدو هڅه کوله.

XS
SM
MD
LG