د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکتوبر پر دويمه د عدم تشدد نړيواله ورځ ولمانځل شوه


د اکتوبر پر دويمه د عدم تشدد نړيواله ورځ ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:58 0:00

ملګري ملتونه هر کال د اکتوبر پر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ لمانځي. هغه سازمان پر حکومتونو او ریاستي ادارو غږ کړی دی چې په هېوادونو کې دې د تشدد د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. شنونکي وايي، که حکومت او ولس امنیت او عدم تشدد په خپلو لومړیتوبو کې شامل کړي نو ډېر ژر به د تشدد پېښې کمې شي. بلخوا د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې په هغه هېواد کې د تشدد او وسلوالو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي او یو شمېر قوانین یې هم جوړ کړي دي. د عدم تشدد نړیوالې ورځې په مناسبت رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG