د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي د حزب الله یو لوړ پوړی کوماندان یې وژلی دی


د اسراییل ځواکونو له لبنان سره پر پوله د ګزمې پر مهال. (انځور: ارشیف)
د اسراییل ځواکونو له لبنان سره پر پوله د ګزمې پر مهال. (انځور: ارشیف)

د اسراییلو پوځ وايي د سېپټمبر پر ۲۰ مه یې د لبنان د بیروت په جنوبي څنډه کې په یوه هوايي برید کې د حزب الله یو لوړ پوړی کوماندان وژلی دی.

په دې د اسراییلو او ایران پلوه ډلې ترمنځ له یو کاله راهیسې روانه اوږده شخړه لا زیاته شوه.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې ابراهیم عقیل چې د حزب الله په ستره پوځي برخه کې یې دنده ترسره کوله او د دې ډلې د رضوان ځواک سرپرست کوماندان وو، د دې یونټ یا قطعې له نورو لوړ پوړو کوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.

دغه برید حزب الله ته وروسته له هغې یوه بله ضربه ورکړه چې مخکې د دې اونۍ په پیل کې په بې ساري ډول هغه ډله د برید ښکار شوه چې پکې د ډلې د غړیو لخوا استعمالېدونکې پېجرې او د مخابرې الات وچاودېدل.

په هغه برید کې ۳۷ کسان وژل شوي وو او په زرګونو نور ژوبل شول. باور کېدو چې هغه برید اسراییلو کړی وو خو هغه هیواد پکې لاس لرل نه تایید کړي او نه یې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG