د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي د روسیې پر وړاندې یې د "بریا پلان مکمل تیار" کړی دی


اوکرایني سرتېري په دونېڅک کې د یو تمرین پر مهال ټینک ضد توغندي ولي - پخوانی انځور.
اوکرایني سرتېري په دونېڅک کې د یو تمرین پر مهال ټینک ضد توغندي ولي - پخوانی انځور.

اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي چې کییف د روسیې پر ضد په جګړه کې د "بریا" لپاره "خپل پلان بشپړ تیار" کړی دی او اوس تر ټولو مهمه خبره یې د عملي کولو هوډ ښوول دي.

زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۱۸مه په خپله ماښامنۍ وینا کې وویل، د پلان پر ټولو برخو کار شوی دی.

ده وویل، "سوله هېڅ بدیل نه لري" او د جګړې درول یا بل څه عمل به د روسیې "تېری یا جارحیت بل پړاو ته داخل" کړي.

د زېلېنسکي په خبره، "باوري او اوږدمهاله امنیت" د اوکراین، او په دې ډول، د ټولې اروپا لپاره اړتیا ده.

هغه دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د دعوو له مخې تر ۱۰۰ زیاتو اوکراینیو بې پیلوټه الوتکو د روسیې په توېر سیمه کې حملې کړې دي چې پکې د وسلو یو ګودام په نښه شوی دی او له وجې یې یوشمېر چاودنې او په شپږ کېلومیټره ساحه (رقبه) کې اور ولګېد.

XS
SM
MD
LG