د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان هوا پېژندنې محکمې د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د توفاني باران خبرداری ورکړی دی


د موسمیاتو محکمې ویلي چې له کراچۍ ۱۷۰ کلوميټره لرې سمندري توپان جوړ شوی دی او د جنوب ختيځ پر لور روان دی.
د موسمیاتو محکمې ویلي چې له کراچۍ ۱۷۰ کلوميټره لرې سمندري توپان جوړ شوی دی او د جنوب ختيځ پر لور روان دی.

د پاکستان موسمياتي محکمې د بلوچستان په ساحلي علاقو کې د توفان او د سيند صوبې کراچۍ په ګډون نورو برخو کې د سختو بارانونو خبرداري ورکړي دي.

د موسمیاتو محکمې مشر سردار سرفراز د اګست پر ۳۰مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې له کراچۍ ۱۷۰ کلوميټره لرې سمندري توپان جوړ شوی دی او د جنوب ختيځ پر لور دی.

د دوي په وينا له دې سره په کراچۍ کې روان بارانونه به نور تيز شي خو توپان د بلوچستان او عمان اړخ ته دی او په هغو سيمو کې د زياتو بارانونو امکان دی.

د اګست پر ۳۰ مه په کراچۍ کې د تيزو بادونو له کبله په ځینې ځايونو کې د ونو پرېوتو پېښو کې لږتر لږ ۱۷ کسان ژوبل شوي دي.

دا د موسمياتو محکمې لخوا د توپان په اړه دريم خبرداری دی. د اداري په خبره، د اګست پر ۳۱مه په کراچۍ، تهرپارکر، بدين، سجاول، حيدراباد، عمرکوټ، ميرپورخاص او نورو ضلعو کې د سخت باران امکان دی.

د دې ترڅنګ د بلوچستان په حب، لسبيله، اواران، کېچ او ګوادر ضلعو کې هم د تيزو بادونو او سختو توپاني بارانونو اټکل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG