ایران کې د بس اوښتو پېښې ۲۸ تنه پاکستاني شیعه زایرین وژلي دي
په ایران کې د پاکستانیو شیعه زایرینو بس چپه شوی چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي چې پېښه د اګست ۲۰مې او ۲۱مې ترمینځ شپې مهال په مرکزي ولایت یزد کې شوې ده او هغه بس عراق ته روان وو. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې مړي هېواد ته ولېږدوي او له ژوبلو سره پر وخت مرسته وکړي. هر کال مېلیونونه شیعه ګان د زیارت او دیني مراسمو لپاره عراق ته ځي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.