د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې


د ولسمشرۍ دوه مخکښ نوماندان سعید جلیلي او مسعود پزشکیان د رایو اچولو پر مهال.
د ولسمشرۍ دوه مخکښ نوماندان سعید جلیلي او مسعود پزشکیان د رایو اچولو پر مهال.

په ایران کې تر وخت وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوه نوماند هم ۵۰ فیصده رایې نه دي اخیستې او ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

د پرونیو ټاکنو د شمېرل شویو رایو له مخې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵زره ۱۹۱ رایې ګټلي، تر هغه وروسته بل کاندید سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳ زره ۲۹۸ رایې اخیستې دي.

تر دوی وروسته محمد باقر قالیباف څه باندې ۳ میلیونه او بل کاندید مصطفی پور محمدي څه باندې دوه لاکه رایې اخیستې دي.

د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره نږدې اړیکې لرونکي تسنیم خبري اژانس چې خبر ورکړی وو چې په پرونیو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون ته په پام ښايي دغه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.

د ایران د قوانینو له مخې که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به د جولايي پر پنځمه دویم پړاو تر سره کېږي.

د ایران ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او خلک له ۱۸ کلنۍ رایه ورکولای شي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول او دا ټاکني د رئیسي د ځایناستي ټاکلو لپاره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG