د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييلو پر ۲ ښوونځيو او ۱ ودانۍ بريد کې ۱۳ فلسطينيان وژلي


د جون پر ۲۵مه يوه اسراييلۍ مېرمنه په اسراييلي بريد کې د خپلوانو پر وژنې ژاړي.
د جون پر ۲۵مه يوه اسراييلۍ مېرمنه په اسراييلي بريد کې د خپلوانو پر وژنې ژاړي.

له هغې وروسته چې اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې پر غزه د سختې جګړې مرحله په کمېده ده، د جون پر ۲۵مه اسراییلي پوځ پر غزه هوایي بريد وکړ چې پکې ۱۳ تنه وژل شوې دي.

راپورونه وایي په دغو بريدونو کې دوه ښوونځي او یوه ودانۍ په نخښه شوې ده.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې اسراییل له غزې څخه د لبنان سرحدي سیمو ته د خپلو ځينو سرتېرو د لېږدولو پلان لري.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د جون پر ۲۴مه د اسراییلو دفاع وزیر ته ویلي چې باید دغه جګړه نوره ونه غځوي.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر میاشتې راهیسې چې کله پر غزه جګړه پیل شوه، د اسراییلي پوځ او د لبنانۍ وسلوالې ډلې حزب الله ترمینځ شاوخوا هره ورځ په سرحدي سیمو کې پر یو بل ډزې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو ورځو کې د دواړو خواوو تر مینځ تاو تریخوالی هم زیات شوی دی.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. بلخوا د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG