د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو: چين پر اوکراين د روسیې د يرغل په اوږدولو کې مرسته کوي


د ناټو مشر ‍ینز ستولتنبرګ
د ناټو مشر ‍ینز ستولتنبرګ

د ناټو مشر ينز ستولتنبرګ ويلي چې چين روسيې ته داسې ټيکنالوژي ورکوي چې پر اوکراين د خپل بشپړ يرغل موده اوږدوي.

نوموړي د جون پر ۱۷مه په واشنګټن کې په ویلسن څېړنيز مرکز کې د وينا پر مهال وویل چې چين به د دغه ملاتړ له پايلو سره مخامخ شي. "که چین خپله تګلاره بدله نه کړي، اېتلاف به په یو مناسب وخت کې دغه هېواد ته د دې کار سزا ورکړي."

ستولتنبرګ وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د روسیې ۹۰ سلنه مایکرو الېکټرونیکي توکي په چین کې توليد شوي او چین د روسیې د سپوږمکۍ وړتیاوو ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي. نوموړي زياته کړه: "چین له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په اروپا کې تر ټولو سترې وسلوالې جګړې ته لمن وهي او په عین حال کې غواړي چې له لویدیځ سره ښې اړیکې وساتي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي چې چین روسیې ته د پوځي تجهیزاتو او د وسلو سیسټمونو د اجزاوو برابرولو ته دوام ورکړی دی. د جون پر ۱۷مه، په یوه لنډه وینا کې نوموړي زیاته کړه چې امريکا دا مسله له چین سره راپورته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG