د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته ماته ورکړه


د امریکا لوبډله تر بریا وروسته خوشالي کوی.
د امریکا لوبډله تر بریا وروسته خوشالي کوی.

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام په ترڅ کې د امریکا لوبډلې تردلچسپه لوبه وروسته پاکستان ته ماته ورکړه.

د امریکا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه او د پاکستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سر ۱۵۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د امریکا لوبډلې هم په ۲۰ اورونو کې ۱۵۹ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې اوټ شول او لوبه برابره شوه.

تر هغه وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا له اصولو سره سم د لوبې د نتیجې لپاره د سوپر اوور په نامه د دواړو ډلو ته د یوه ، یوه اوور سیالي ورکړل شوه.

په دې کې امریکا لومړی بېټنګ وکړ او په دې یوه اوور کې یې ۱۹ منډې وکړې خو د پاکستان لوبډلې هغه پوره نکړای شوې او لوبه امریکا وګټله.

د امریکا بالر تر وروستي او بریالي اوور وروسته
د امریکا بالر تر وروستي او بریالي اوور وروسته

دا د امریکا د کرکټ لپاره تاریخي بری هم ګڼل کېږي. دوی تر دې وړاندې د نړیوال جام د پیل په لوبه کې کاناډا ته ماته ورکړې وه.

د جون پر شپږمه ناوخته ترسره شوې دویمه لوبه کې سکاټ لېنډ د نمېبیا لوبډلې ته په پنځو وکټونو ماته ورکړه.

د نمېبیا لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورنو کې یې د نهو لوبغاړو په سر ۱۵۵ منډې وکړې. د سکاټ لېنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سر پوره کړ.

ټاکل شوې چې د جون پر اوومه یوازې یوه لوبه وشي. په دې لوبه کې کاناډا له ایرلېنډ سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې پاکستان او هند د جون پر نهمه په نیویارک کې سره مخامخ شي. د دوی ترمنځ لوبه زیاتره وخت د نورو پرتله زیاته لیدل کېږي.

په نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي او ۵۵ لوبې به ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې په ۲۰ اووريزه نړیوال جام کې دومره زیاتې لوبډلې برخه اخلي.

له هرې ډلې څخه به د سر دوې لوبډلې دویم پړاو یا "سپر اېټ" ته ځي او له هغه ځایه به بیا څلور غوره لوبډله نیمو پای لوبو ته وځي.

پایلوبه به د جون پر ۲۹مه د ویسټ انډیز په باربیډوس کې تر سره کېږي.

د کرکټ ۲۰ اووريزه نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ شل اووريز نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کالو کې یو ځل جوړېږي چې تراوسه پکې اته ټورنامنټونه شوي دي.

د جام لومړی ځل سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پای لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پای لوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان ګټلی وو، د ۲۰۱۲ز کال اتلولي ویسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال ویسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلې وه.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان په وړاندې پایلوبه وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG