پاکستاني چارواکي وايي، د مې تر ۱۹مې تورخم دروازه د پلي تګ راتګ پر مخ تړي او د مې له ۲۰ مې به خلک د معمول په څېر پر دروازه تګ راتګ کولی شي.
په تورخم کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) مشر یاسر خان د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د مې له ۱۷مې تر ۱۹مې د ایمیګرېشن دفترونه نویو ودانیو ته لېږدوی نو ځکه به ممکنه نه وي چې د مساپرو پر پاسپورټونو د دخول او خروج ټاپې ووهل شي.
چارواکي وايي، د حکومت دا پرېکړه د تجارتي ګاډو تګ راتګ نه ټکنی کوي.
تورخم د سوداګرۍ او تګ راتګ مهمه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي تېرېږي.