د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د ۳ کسانو له وژل کېدو وروسته "توره ورځ" لمانځل کېږي


د مې پر ۱۳مه د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په سرښار مظفراباد کې امنيتي سرتېري د مظاهرو د کنټرولولو لپاره ولاړ دي.
د مې پر ۱۳مه د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په سرښار مظفراباد کې امنيتي سرتېري د مظاهرو د کنټرولولو لپاره ولاړ دي.

د پاکستان تر واک لاندې کشمير په سرښار مظفراباد کې د درو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې د مې پر ۱۴مه "توره ورځ" لمانځل کېږي.

پر دې مهال هلته ټولې تعليمي ادارې تړل شوي او وکيلانو هم له عدالتي اورېدنو پرېکون اعلان کړی دی.

د مې پر ۱۳مه، په جمو او کشمير کې درې مظاهرچيان هغه وخت په ډزو ووژل شول چې رينجرز ځواکونو یې د احتجاج د مخنيوي هڅه کوله.

امريکا غږ او بي بي سي د مظفراباد د سي اېم اېچ روغتون د نوکريوال ډاکټر نديم الرحمان له خولې ويلي چې وژل شوي درې واړه کسان په ډزو لګېدلي ول چې مړي یې خپلوانو له ځان سره وړي دي. تر اوسه رينجرز ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر فېسبوک او اېکس پاڼو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې مظاهرچيانو مړي راخیستي او د امنيتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.

يو احتجاج کوونکي فرحان خان اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل "موږ په سوله ییز ډول مظاهرې کولې چې رينجرز ځواکونه راغلل. دوی زموږ پر کورونو هم ډزې وکړې. مخامخ ډزې یې کولې. ډېر خلک زخميان شوي دي."

په مظفراباد کې د ټېلېفون او انټرنېټ خدماتو د ځنډ له امله ځايي ولس له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

له تېرې اوونۍ راهیسې د پيل شويو دې مظاهرو تنظيموونکي، د جمو او کشمير جواینټ عوامي اېکشن کمېټې په يوه خبرپاڼه کې د غوښتنو په خپرولو سره ویلي‌ چې جمو او کشمير د پاکستان تر واک لاندې يو خودمختاره ریاست دی نو ځکه بايد له ځايي ډېمونو پر پيدا کوونکې بجلۍ بیلونو او په ځايي حکومتي خدماتو د پاکستان مرکزي حکومت ته ماليه ورنه کړي. هغوی همداراز د کشمير د ځانګړي حیثیت پر اساس، له حکومته په مراعتي نرخونو معیاري خو ارزانه اوړه او غنم غوښتل.

د پاکستان حکومت د مې پر ۱۳مه وويل چې دا غوښتنې یې منلې دي. پر هغه ورځ، د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته، د کشمير لپاره د ۲۳ کروړو روپيوو اعلان وکړ.

تر دې لږ وروسته، د پاکستان تر واک لاندې کشمير وزيراعظم چودري انوارالحق په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې خبریالانو ته هغه اعلاميې وښوولې چې مرکزي حکومت د سبسیډي يا مراعاتو په ورکولو سره کشميريانو ته اوړه او برېښنا ارزانوي.‌

نوموړي زياته کړه "کوم کار چې له ډېره وخته راهیسې ځنډېدلی وو يعني ارزانه بجلي او ارازان اوړه... دا دی اوس وشو. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په خپلې ځانګړې پاملرنې سره منظوري ورکړې ده. دغه دواړې اعلاميې زه تاسو ته وړاندې کوم. دا دايمي حل دی. لنډمهاله نه دی."

د بېلابېلو مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو له غړو جوړې د مظاهرو تنظيموونکې کمېټۍ مشرانو ويلي دي چې کشميريان په عمومي ډول پر خپلو وسايلو واک غواړي.

د دې کمېټې يو مشر غړي عمر نزیر کشميري د مې پر ۱۳مه ماښام مهال په خپاره کړي ويډيو پېغام کې وويل چې په حکومتي حکمونو کې ډير ابهام دی او چې تر څو وضاحت نه وي شوی، احتجاج نه ختموي. "د حکومت لخوا چې کومې اعلاميې راغلي دي، په اړه یې بايد ووايم چې ډير شيان پکې ګونګ دي. که حکومت وضاحت وکړ ښه ده، که نه نو زموږ دا احتجاج به روان وي."

د جمو او کشمير جواینټ عوامي ایکشن کمېټۍ غړو د مې پر ۱۱مه او ۱۳مه، د مظاهرو پر مهال له پولیسو سره نښتې کړې وې چې پکې د کشمير د وزيراعظم چودري انوارالحق په ادعا، يو پولیس وژل شوی او له ۱۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

بلخوا مظاهرچيانو پر ټولنیزو رسنيو په خپرو کړو ويډيوګانو کې ادعا کړې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت هلته د احتجاج ځپلو لپاره رينجرز ځواکونه استولي دي چې په مظفراباد کې یې پر احتجاجيانو ډزې کړې او اوښکې بهوونکی ګیس یې کارولی دی. تر اوسه رينجرز ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د مې پر ۱۳مه، په يوه خبرپاڼه کې پر حکومت غږ وکړ چې د مظاهرو د ختمولو لپاره دې زور نه کاروي. کمېشن پر روانو حالاتو اندېښنه ښوولې او غوښتنه یې کړې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت دې د کشمیري مظاهرچيانو جایزې غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG