د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم سفري محدویتونو د پېښور شعبې بازار کاروبار خراب کړی دی


په شعبې بازار کې یو دکان
په شعبې بازار کې یو دکان

د پېښور په مشهور شعبه بازار کې د ګاډو انجنونو او نورو پرزو کاروبار کوونکي وايي، په تورخم کې د افغانانو پر تګ راتګ د بندیزونو له وجې یې کاروبار اغېزمن شوی دی.

د علي په نوم یو تن په شعبه بازار د تېرې اوږدې مودې راهیسې کاروبار کوي. هغه د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې اوس د تورخم پر ځای کاروبار راولپېنډۍ او اسلام اباد ته منتقل شوی دی.

هغه وایي "مخکې به هره هفته تورختم ته تللو. د جمعې پر ورځ به لاړو او د اتوار (یکشنبې) پر ورځ به د سامانونو سره راستانه شو، له هغه ځایه دا کاروبار بند شو، اوس ټول مالومه د پینډۍ او اسلام اباد نه راوړو خو په مالونو د ټیکسونو له وجې روزګار متاثر شوی دی."

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

خلکو به پخوا پر تورخم او نورو لارو بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار ولګوو او له ۲۰۱۶ز کال کې یې بې له ویزې او پاسپورټه خلکو ته د سفر اجازه نه ورکوي. دا راز حکومت له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستانیو سوداګرو باندې هم ځینې شرطونه عملي کړي دي چې ورسره کاروبار اغېزمن شوی دی.

د نويد په نوم په شعبه بازار کي د استعمال شویو جاپاني انجنونو سوداګر وایي چې مخکې به هغه انجنونه پر تورخم او یا نورو لارو له افغانستانه شعبې بازار ته ورتلل چې مصرف به یې کم وو او وخت پرې هم کم لګېده.

هغه وویل، له کله راهیسې چې پر تورخم ویزه لازمي شوې ده نو ورسره د انجنونو او د ګاډو نورو پرزو وړل درېدلي دي. "اوس د ګاډو سپیرپاټس کراچۍ ته په بحري جهازونو کې راځي او له هغه ځایه، اسلام اباد ته په کنټېنرونو کې راځي. بیا پرې کسټم راځي نو ځکه دا پرزې اوس ګرانې شوي دي."

اسلام اباد د ۲۰۲۳زکال په اکتوبر کې له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون کړی دی او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز لګولی دی.

د پولي دواړو غاړو ته اوسیدونکو خلک او د هغې تجارت سره اړوند کاروباریان وایي چې حکومت دې د پخوا په څېر تجارتي هلې ځلی بحال کړي، خو د پاکستان حکومت دریځ لري چې هغه اقدامات یې ځکه کړي دي چې د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته تلونکي مالونه بېرته پاکستان ته قاچاقېدل چې له وجې یې د هغوی تجارت اغېزمن شوی وو.

XS
SM
MD
LG