د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې لارې تړل کېدو، ځايي خلک په روزګار پسې نورو ځایونو ته په تګ مجبوره کړي


د انګور اډې لار - انځور له ارشيفه
د انګور اډې لار - انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان سوداګر وایي له يو نيم کال راهیسې د افغانستان سره د انګور اډې لارې تړل کېدو له وجې یې روزګار خراب او تاوانونه شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د سوداګرو د خونې مشر سیف الرحمان وزیر د سیپتمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې دغه تجارتي لاره د ځینو سوداګرو ترمنځ د ټرانسپورټ د یوې شخصي مسلې له وجې بنده ده. هغه زیاتوي چې حکومت بايد ستونزې حل او لاره پرانیزي.

نوموړی وايي: "په سیمه کې '۴۰ اېف سي ار' تر اوسه عملي دی. د دوه، درېوو سوداګرو ترمنځ د ټرانسپورټ یوه مسله راروانه ده. یو د بل ګاډی نیسي او بل د بل ګاډی نیسي. په سیمه کې اېف سي ځواکونه هم شته، پوځ او پولیس هم شته، انتظامیه هم شته خو دغه مسله لا نه ده هواره شوې. پخوا به په دغه لاره د ورځې تر ۳۰۰ زیات ګاډي تلل راتلل او اوس د ورځې دوه یا درې د سکرو یا د لرګیو ګاډي ځي."

نوموړی وايي، د سيپتمبر په شپږمه په انګور اډه کې د پاکستان د امنیتي چارواکو، ځايي انتظامیې او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ترمنځ یوه مهمه غونډه هم په دې لړ کې وشوه. په دې غونډه کې طالب چارواکو له پاکستاني لوري دا باور غوښت چې افغان ډریوران به په پاکستان کې نه نیول کېږي. خو د پاکستان چارواکو ورته دا باور ورنه کړای شو نو ځکه خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

سیف الرحمان وزیر زیاته کړه چې په انګور اډه د کاروبار د درېدو له وجې ډېری سوداګر تورخم، چمن او خلیجي هیوادونو ته لاړل. د هغه په وينا د روزګار نه شتون غریبي لا زیاته کړې ده.

حضرت علي به پخوا په انګور اډه کې خواري مزدوري کوله خو اوس د لارې د تړل کېدو له وجې بې روزګاره دی. هغه له چارواکو غواړي چې دا مسله دې زر هواره کړي چې د غریبو مزدورانو کار روزګار ورسره روان شي.

بلخوا د کوز جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان مشال رېډیو ته د سیپتمبر په ۱۲مه وویل، پر دغه مسله یې کار پیل کړی او تمه لري چې زر لاره پرانېستل شي. نوموړی زیاتوي: " موږ په ارامه نه یو ناست، خبرې مو روانې دي. دا مسله به زر هوارېږي. په څو ورځو کې به له خیره په دې لاره یو وارې بیا تجارت پیل شي."

تر دې وړاندې د انګور اډې اوسېدونکیو له حکومته افغانستان ته په تګ راتګ کې د اسانیو ورکولو غوښتنه هم کړې وه، دوی وایي پر دغه لاره په تګ راتګ کې مشکلات لري.
انګور اډه د کوزه جنوبي وزیرستان ضلعې برخه ده او دغلته احمدزي وزیر ژوند کوي چې نیمايي یې د افغانستان لوري ته په برمل کې مېشت دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG