د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان خبریالانوفیډرېشن: طالبان دې د خبریالانو نيول بس کړي


افغان خبریالان د خبري پوښښ په مهال - انځور له ارشیفه
افغان خبریالان د خبري پوښښ په مهال - انځور له ارشیفه

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فیډرېشن یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې خبریالان دې نه ځوروي.

د خبریالانو د حقونو لپاره کار کوونکې دغې ادارې، د مې پر څلورمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د حکومت استخباراتو تېره ورځ په پروان کې د ملي ټيلويژن خبریال ندا محمد نوري نیولی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو چارواکي د دغه خبریال نیول نه تاییدوي خو له دوی سره معلومات شته چې نوري نیول شوی.

فيډرېشن د طالبانو په لاس د ځينو نورو خبریالانو د نیول کېدو ذکر هم کړی او زیاته کړې یې ده چې د بیان د ازادۍ له محدودوونکو اقداماتو دې لاس واخیستل شي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي‌ ويلي.‌ طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت ونیو.‌ تر هغې وروسته یې پر رسنيوو ګڼ بندیزونه لګولي او ګڼ خبریالان یې نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG